حماس غزه کې د منځګړو له لوري د اوربند نوې طرحه تصویب کړې

حماس غزه کې د منځګړو له لوري د اوربند نوې طرحه تصویب کړې نړۍ
حماس غزه کې د منځګړو له لوري د اوربند نوې طرحه تصویب کړې

فلسطین کې د حماس جهادي غورځنګ یوه جګپوړي چارواکي ویلي، دغه غوځنګ په غزه کې د منځګړو له لوري وړاندیز شوي اوربند له نوې طرحې سره موافقه کړې ده.

 د یاد غورځنګ لوړپوړي چارواکي خلیل الحیا له قوله فرانس ۲۴ رسنۍ ویلي، چې دوه ورځې وړاندې یې هغه طرحه چې د قطر او مصر له لوري د غزې اوربند لپاره وړاندیز شوې منلې ده.

 ده همدا راز په خبرو کې ټینګار کړی، چې د یاد غورځنګ لپاره وسلې سره کرښه ده او دغه وسلې د اشغال له شتون او د یوه خپلواک فلسطیني دولت له جوړولو سره تړلې دي.

 سرچینې د منځګړو له لوري د اوربند بیا ټېنګېدو نوې طرحې جزیات نه دي ورکړي خو د حماس له چارواکو له قوله یې تایید کړې، چې د منځګړو او حماس ترمنځ د اوربند خبرې اترې ګړندۍ شوې دي.

 په ورته مهال د اسرائیلو د لومړي وزير بنیامین نتنیاهو دفتر ويلي، دوی هم غزه کې د اوربند بیا ټینګېدو دغه پلان ترلاسه کړی او په دې اړه یې سلا مشورې کړې دي.

تړلي موضوعات