حماس جهادي غورځنګ: د اقصی جومات انګړ کې بریدونه د الاقصی د یهودي کولو هڅه ده

حماس جهادي غورځنګ: د اقصی جومات انګړ کې بریدونه د الاقصی د یهودي کولو هڅه ده نړۍ
انځور ارشیف

د حماس جهادي غورځنګ ویلي، د اشغالګر رژیم د فاشیست وزیر بن ګویر له لوري د الاقصی جومات انګړې کې بریدونه د فلسطینیانو پر وړاندې د نسل وژنې جګړې او د الاقصی د یهودي کولو هڅه ده.

اشغالګر رژیم نن سهار د الاقصی جومات په انګړ بریدونه کړي دي.

حماس د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه بریدونه یوه خطرناکه دسیسه بللې ده.

د یاد غورځنګ په خبرپاڼه کې راغلي، د نتنیاهو په مشرۍ د اسرائیلو جنایتکار رژیم هڅه کوي، چې د یهودیت لپاره د الاقصی جومات، ښارګوټی او الحکوم ښار تر خپل تسلط لاندې راولي.

هاخوا بیا تازه راپورونه کاږي، چې پر غزې د اسرائیلو په تازه بریدونو کې ۷۷تنه فلسطینیان شهیدان او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

تړلي موضوعات