د اماراتو او اسرائیلو بهرنیو چارو وزیرانو د غزې پر اوربند خبرې وکړې

د اماراتو او اسرائیلو بهرنیو چارو وزیرانو د غزې پر اوربند خبرې وکړې نړۍ
د اماراتو او اسرائیلو بهرنیو چارو وزیرانو

د متحده عربي اماراتو چارواکو پرون یکشنبه د غزې اوربند ته پر ورګرځېدو او هلته د بشري ناورین د مخنیوي په اړه د اسرائیلو له بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي دي.

 الجزیرې ټلوېزیون ابوظبۍ کې د خپلو سرچینو په بنسټ وايي، دغه ناسته کې د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید ال نهیان له خپل اسرائیلي سیال ګډئون ساعر سره په ابوظبۍ کې خبرې کړي.

 سرچینه وايي، ناسته کې دواړو لوریو د بندیانو پر خوشې کېدو سربېره د سیمه ییزو هېوادونو او نړیوالو هڅو په اړه هم خبرې کړې دي.

 راپور کې راغلي، د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر د غزې تړانګه کې د اوربند پر بیا پیل سربېره د بشري مرستو په رسېدو ټېنګار کړی.

 یاده ناسته وروسته له هغې شوې، چې پر غزې د اسرائیلو له لوري وروستیو بریدونو ته ګڼو هېوادونو کلک غبرګون وښود او دا یې د نړېوال قانون څخه سرغړونه وبلله.

تړلي موضوعات