پر غزې د جګړې نوې بڼه؛ له شدیدې لوږې د اسرائیلو هدف څه دی؟

پر غزې د جګړې نوې بڼه؛ له شدیدې لوږې د اسرائیلو هدف څه دی؟ نړۍ

فلسطین کې د حماس جهادي غورځنګ د اسرائیلو مالیې وزیر بزالل سموتریچ هغو څرګندونو ته چې«غزې ته یو غنم نه پرېږدي» د څه باندې دوه میلیون انسانانو پر وړاندې «لوږه د وسلې په توګه» څرګند اعلان وباله.

سموتریچ تل ابیب کې د خبرو په مهال غزه کې د کلابندۍ پر ټینګوالي او هغه ځای ته د یو غنم پر نه پرېښودو ټینګار کړی.

د ترکیې انادولو اژانس وايي، حماس دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې صهیونېستان د نړېوالو تر سترګو لاندې پر غزې کلابندي ټینګوي او د روانې قحطۍ مخنیوی یې غوښتی.

دغه غورځنګ د غزې خان یونس کې د اسرائیلو لخوا د بشري مرستو پر مرکز وروستي برید په اشارې وايي، صهیونېستان د نسل وژنې سربېره نویو جرمونو، او قحطۍ زیاتېدو ته مخه کړې او زیاتوي، چې دا د نړېوال مکانیزمونو ماتېدل دي.

واشنګټن پوسټ تازه د اسرائیلو د بشري حقونو د یوې ادارې په حواله لیکلي، د انجنیرۍ واحدونو د چاودېدونکو توکو او بلډوزرونو په کارولو سره د ۳۵۰۰ ودانیو د ویجاړولو امر وکړ.

د نتنیاهو له لوري غزه کې پر نیول شویو سیمو د څار امنیتي برجونو جوړېدو خبر سره ملګرو ملتونو ویلي، چې اسرائیلو د غزې تړانګې ۶۵ سلنه برخه پر فلسطینیانو محدوده کړې.

اسرائیلي اشغالګرو ولې پر غزې د شدیدې لوږې بندیزونو بې ساري ډېرولو ته مخه کړې؟
د نړېوالو چارو کارپوهان وايي، چې اسرائیلي اشغالګرو غزه کې د فشار، وحشت او جنایت هره وسیله وکاروله، خو هغه اهداف چې دوی دې یرغل ته ټاکلي وو، لا هم تش لاسي دي.

دوی زیاتوي، چې اسرائیلي اشغالګرو د پوره نظامي طاقت کارونې سره حماس جهادي غورځنګ خپلو غوښتنو منلو ته مجبور نه کړ، اوس یو بل جنایت چې له پخوا یې پیل و، لا ډېروي چې هغه د غزې پر عامو خلکو، ښځو او ماشومانو د خوراکي موادو بندیز دی، چې موخه یې ترې پر حماس شدید فشار او خپلې ناکامۍ پټول دي.

یاده دې وي، چې پر غزې تړانګه د اسرائیلو له لوري د خوراکي توکو بندیز هلته د اوربند لومړي پړاو له پای ته رسېدو سره پیل شو، چې په مهال یې څو تنو تنکیو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړ.

تړلي موضوعات