د ترکیې ولسمشر: اسرائیل یو ترهګر هېواد دی او بل هېڅ ډول تعریف ترې نه شي کېدلی

د ترکیې ولسمشر: اسرائیل یو ترهګر هېواد دی او بل هېڅ ډول تعریف ترې نه شي کېدلی نړۍ
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، اشغالګر اسرائیل غزه کې د بشر ابتدایي حقونه او نړېوال قوانین تر پښو لاندې کوي او نسل وژنې ته دوام ورکوي.

الجزیرې ټلوېزیون د اردوغان له قوله خبر ورکړی، چې ویلي یې دي دغه هېواد یو ترهګریز هېواد دی او بل هیڅ ډول تعریف ترې نه شي کېدلی.

بلخوا د قطر لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، غزه کې له لوږې د وسلې په توګه استفاده کول هغه جنایت دی، چې ټول انساني ارزښتونه تر پښو لاندې کوي.

محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني ویلي، د اسرائیلو پر وړاندې د نړۍ بې پروایي نړېوال نظم ګواښي او ټینګار یې کړی، چې د اسرائیلو د دې خطرناکې پروسې پر وړاندې د پرېکنده نړېوال اقدام وخت رارسېدلی دی.

په ورته مهال د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، د غزې تخلیې په اړه د اسرائیلو اقدامات چټک شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، د غزې دوه په درېیمه برخه د فعالې تخیلې تر امر لاندې ده او د ممنوعه سیمې په توګه طبقه بندي شوې ده.

د غزې په اړه داسې مهال دغه څرګندونې کیږي، چې د اسرائیلو له لوري د نسل وژني تر څنګ شاوخوا دوه میلیونه فلسطینیان په جبري ډول خپل سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي او دا مهال د غزې نږدې ۶۵سلنه خاوره اشغالګرو تر خپل واک لاندې راوستې ده.

تړلي موضوعات