امریکا کې د یوې الوتکې او چورلکې لوېدو پېښه کې ۷ تنه وژل شوي
له تېرو درېیو ورځو راپدېخوا د امریکا نیویارک کې د یوې الوتکې او چورلکې لوېدو پېښه کې ۷ تنه وژل شوي.
د تېرې پنجشنبې په ورځ یوه سیاحتي چورلکه د نیویارک ښار، هډسن سیند ته لوېدلې چې له امله یې د پیلوټ په ګډون شپږ تنه وژل شوي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په تازه راپور کې ویلي، یوه بله مسافر وړونکې الوتکه، چې د کولمبیا کاونټي هوايي ډګر ته له دوه تنو مسافرو سره راونه وه پرون وروسته له غرمې د مساچوسټ پولې ته نږدې کوپاک ښار کې ولوېده او له امله یې یو تن ووژل شو.
له دویمې پېښې وروسته ځایي چارواکو ویلي، مرستندویه ټیمونه یې د خټو او واورې له امله له ننګونو سره مخ و او زیاتوي چې د الوتکې غورځېدو لامل لا نه دی روښانه شوی.