حماس جهادي غورځنګ: د نتنياهو حکومت به د نظامي فشار له لارې د بنديانو خلاصون کې هيڅ پرمختګ ونه کړي
د حماس جهادي غورځنګ ويلي، د اسرائیلي اشغالګرو حکومت له لوري د بنديانو خلاصون لپاره نظامي فشار يو بايلوونکى قمار دى.
حماس د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، نتنياهو او د هغه حکومت به د بنديانو تبادلې له معاملې پرته ياده برخه کې هيڅ پر مختګ ونه کړي.
خبرپانه کې راغلي، د اشغالګرو بنديان به د پوځي فشارونو له لارې نه، بلکي د يوې داسې پرېکړي له لارې بيرته ستانه شي، چې نتنياهو يې له کولو انکار کوي.
حماس داسې مهال د بنديانو خلاصون لپاره پر تبادلې ټينګار کړى، چې تر دې وړاندې اسرائیلي بنديانو، چې ويډيو يې خپره شوې وه له خپلو خلکو غوښتي و، چې د نتنياهو په حکومت دې باور نه کوي او د دوى د خلاصون لپاره دې پرې فشار دې پرې راوړي.