د خبرو له پیل تر نویو ګواښونو؛ د ایران پر زړه برید ته چمتو یوو
د امریکا د دفاع وزیر پیټ هګسټ د یکشنبې په ورځ ویلي، واشنګټن اوس هم له ډیپلوماټیکو لارو اټومي وسلو ته د ایران لاسرسي مخنیوي ته هیله لري، خو د دې مسیر تر ناکامېدو وروسته د امریکا پوځ چمتو دی د ایران پر زړه برید وکړي.
سي بي اس خبري اژانس د امریکا د دفاع وزیر له قوله ویلي، امریکا نه غواړي له نظامي لارې استفاده وکړي، خو که اړ شي دغه کړنه به هرو مرو وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هیله لري چې نظامي اقدام ته اړتیا پاتې نه شي.
د امریکا دفاع وزیر داسې مهال ایران پر نظامي برید ګواښلی، چې د امریکا او ایران ډپيلوماټانو ترمنځ د شنبې په ورځ عمان کې خبرې پیل شوې چې دواړو لوریو تر يو پړاو غیر مستقیمو خبرو وروسته ګټورې او رغوونکې وبللې.