د اټومي انرژۍ نړېوال سازمان مشر ایران ته سفر کوي
د المان دویچه وله د والسټریټ ژورنال له قوله خبر ورکړی، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو بل پړاو کې د اټومي انرژۍ نړېوال سازمان مشر رافائل ګروسي ایران ته سفر کوي.
دغې الماني رسنۍ ویلي، سره له دې چې دغه موضوع تر اوسه وروستۍ شوې نه ده، خو ښایې د اتریش پلازمېنه وین ښار د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو راتلونکي پړاو کوربه وي.
ایران ته د اتومي انرژۍ نړېوال سازمان رئیس داسې مهال سفر کوي، چې نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، ایران دا مهال اټومي وسله په واک کې نه لري، خو د یاد هېواد له لوري غني شوي یورانیم له ۶ تر ۷ اټومي وسلو جوړولو لپاره بسنه کوي.
ګروسي د خپل دې سفر اصلي موخه د امریکا او ایران ترمنځ د مستقیم تقابل له رامنځته کېدو مخنیوی یاد کړی دی.