امریکا د هیروشیما د بم په پرتله ۲۴ ځله ځواکمن نوی اټومي بم جوړوي
د امريکايي امنيتي چارواکو له وينا سره سم متحده ايالات په چټک ډول د B13-61 ډول يوه نوي اټومي بم د جوړولو په لور روان دي، چې د ويجاړونې ځواک يې د امريکا له لوري د جاپان په هيروشما کې د کارول شوي اټومي بم په پرتله ۲۴ ځله لوړ دی.
دا پروژه چې د اټومي زېرمو د لا غني کولو لپاره د پراخ امريکايي پلان يوه برخه ده؛ په کې د پام وړ پرمختګ نښې نښانې ښيي، چې ښايي د توليد لومړی واحد يې له مهالوېش څخه هم مخکې بشپړ شي.
فوکس نيوز سره په خبرو کې د متحده ايالاتو د ملي ټرانسپورټ د خونديتوب بورډ (NTSB)وياند څرګنده کړې، چې د نوي اټومي بم لومړی واحد به د روان مالي کال له پای ته رسېدو، يعنې له خپلې ټاکلې نېټې اووه مياشتې وړاندې بشپړ شي. دا بم د B61 اټومي بم پرمختللې بڼه ګڼل کېږي او د اټومي وسلو د نوي کولو لپاره د امريکا د اوو پروګرامونو يوه برخه ده.
نوی اټومي بم د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته په امريکايي وسلو کې تر ټولو مهمه اټومي وسله بلل شوې او داسې جوړ شوی دی، چې د نظامي ستراتيژيکو اهدافو د په نښه کولو لپاره له خورا چټکو الوتکو توغول کېږي.
د (NTSB)وياند وويل چې B13-61 بم د لرې واټن او خوندي نظامي ودانيو په نښه کولو لپاره پرمختللې توانايۍ لري. هغه دې ته اشاره وکړه چې د دې بم د توليد د پروسې ګړندي کول د پخواني B12-61 بم د جوړولو او د عصري ټکنالوژيو له پلي کولو څخه د ترلاسه شوې تجربې په اساس و.
د امريکا د دفاع وزارت له څرګندونو سره سم د نوی اټومي بم د چاودېدونکي ځواک اندازه لږ تر لږه ۳۶۰ کيلو ټنه ښودل شوې، چې هيروشما کې د کارول شوي بم ۲۴ برابره کېږي، کوم چې يوازې ۱۵ کيلو ټنو ته رسېد او ناګازاکي کې د کارول شوي بم ۱۴ برابره کېږي. دا معلومات ښيي چې امريکا د اټومي وسلو برخه کې د ويجاړوونکي ځواک د لوړولو لپاره زياتېدونکی ميلان لري، چې د نړۍ لپاره يو بد زېری دی.