افغاني سرې میاشتې ټولنه: د کډوالو په زیاتېدو سره د پولیو ناروغۍ پراختیا اندېښمن کړي یوو

افغاني سرې میاشتې ټولنه: د کډوالو په زیاتېدو سره د پولیو ناروغۍ پراختیا اندېښمن کړي یوو روغتیا
قطر کې نړېوال کنفرانس کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال ګډون کړی


د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال حافظ عزیز الرحمن قطر کې یوې نړېوالې ناستې ته ویلي، دغه بنسټ له پاکستان په بې سارې ډول د کډوالو بېرته راستنېدو سره افغانستان کې د پولیو مثبتو پېښو زیاتېدو ته اندېښمن دي.

د «د پولیو ناروغۍ له منځه وړلو لپاره د نړېوالو نوښت» په نوم دغه ناسته قطر کې د بیل ګېټس بنسټ له لوري رابلل شوې.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال د پولیو ناروغۍ پر وړاندې مبازره د نړېوالو مسئولیت بللی او ټینګار یې کړی، چې د یاد بنسټ د ملاتړ او همکارۍ په نشتون کې به د دغې ناروغۍ پر وړاندې مخکېنۍ هڅې بې پایلې شي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال داسې مهال د پولیو ناروغۍ مثبتو پېښو په زیاتېدو اندېښنه ښودلې، چې له پاکستان څخه په تېرو نږدې دوو اونیو کې شاوخوا ۵۰ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

تړلي موضوعات