د عصبي جراحي یو شمېر افغان کادرونه د زده کړو تعقیب لپاره بهر ته استول کیږي

د عصبي جراحي یو شمېر افغان کادرونه د زده کړو تعقیب لپاره بهر ته استول کیږي روغتیا
عامې روغتیا وزیر د عصبي جراحانو کنګرې ته په وینا کې

دغه څرګندونې د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان عصبي جراحانو لومړۍ کنګره کې د ګډون پر مهال کړې دي.

د عامې روغتیا وزیر د کنګرې ګډونوالو ته خبرو کې عصبي جراحي د روغتیایي سکټور مهمه برخه بللې او پر لا غني کېدا یې ټینګار کړی.

نوموړي ویلي، عامي روغتیا وزارت به نږدې راتلونکي کې د زده کړو د تعقیب په موخه یو شمېر افغان کادرونه بېلابېلو هېوادونو ته واستوي.

ښاغلي جلالي زیاته کړې، د عصبي جراحي برخه کې باید څېړنې وشي او د نړېوالو له تجربو د ګټې اخېستنې تر څنګ له هغو عصري میتودونو، چې په پرمختللې نړۍ کې ترې استفاده کیږي افغانستان کې هم ورته زمینه برابره شي.

تړلي موضوعات