کابل کې ۸۷ درملتونونه د غیري قانوني فعالیتونو له کبله تړل شوي
د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د دې وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست مسؤلینو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې له ۱۷۷۶ بابه درملتونونو څخه څارنه ترسره کړې ده.
وزارت ویلي، چې دا څارنه د تېرو درېیو میاشتو په موده کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ۸۷ بابه درملتونونه د غیري قانوني فعالیتونو له کبله تړل شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې یادو ټیمونو د خپلو څارنو پر مهال ۲۵۰ قلمه له نېټې تېر، غیري قانوني او غیري مجاز درمل هم نیولي او د له منځه وړلو په موخه یې ټاکل شوي ځای ته انتقال کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې یاد وزارت تل هېوادوالو ته ډاډ ورکړی، چې ټولو روغتیايي مرکزونو او درملتونونو څارنه کوي او چاته اجازه نه ورکوي، چې غیري قانوني فعالیتونه ترسره کړي.