غزه کې روانې بې رحمه جګړې تر شا څه پرېښودل؟

غزه کې روانې بې رحمه جګړې تر شا څه پرېښودل؟ نړۍ
غزه کې روان بې رحمه جګړه

غزه کې د اشغالګر رژيم له لوري خونړۍ او بې رحمه جګړې، چې د نړۍ تاريخ يې په ليکلو شرمېږي د سلګونه زره انسانانو ژوند اخېستو ترڅنګ نږدې ټوله غزه په کنډواله بدله کړې. 

د الجزيرې ټلوېزيون د راپور له مخې د جګړو له کبله د رامنځته شویو ورانيو کثافات بل هغه سر خوږى ده چې دا مهال غزې اوسېدونکي ورسره مخ دي. 

د ملګرو ملتونو د لومړنيو اټکلونو له مخې هلته رامنځته شوي کثافات تر ٥٠ ميليونه ټنو ډېر شوي، چې لرې کول به يې د وسايلو او امکاناتو په صورت کې ٢١ کاله وخت ونيسي. 

د راپورونو له مخې د غزې روانې جګړې د سلګونه زره ککريو د خاوري کېدو سربېره ميلياردونه ډالرو په ارزښت زېربناوې هم له خاورو سره خاورې کړې.

راپورونه کاږي غزه کې به داسې کورنۍ نه وي موجوده، چې د جګړې ټپ به يې په وجود کې له ورايه نه ښکاري.

تړلي موضوعات