اسرائیلو ته د حماس جهادي غورځنګ ګواښ؛ د خپلو بنديانو د ښخولو ځايونه چمتو کړئ

اسرائیلو ته د حماس جهادي غورځنګ ګواښ؛ د خپلو بنديانو د ښخولو ځايونه چمتو کړئ نړۍ
اسرائیلو ته حماس ګواښ بندیانو مو تورو تابتونو کې

د حماس جهادي غورځنګ نظامي څانګې القسام «چمتو اوسئ» تر سرليک لاندې د يوې ويډيو په خپرولو سره اشغالګر رژيم ته ګواښ کړى، چې ډېر ژر به يې زامن په تورو تابوتونو کې ور ستانه کړي. 

القسام دې ويډيو کليپ کې د اسرائیلي بنديانو کورنیو ته په خطاب کې ويلي، ستاسو مشرتابه د بنديانو د اعدام پرېکړه لاسلیک کړې، نو د دوى د ښخولو ځايونه چمتو کړئ. 

د حماس القسام نظامي څانګې تر دې وړاندې هم د اسرائیلي بنديانو د يوې ويډيو په خپرولو سره ويلي و، چې اشغالګر رژيم به د پوځي فشار له لارې خپلو موخو ته ونه رسيږي او دا چاره به د بنديانو برخلیک نامعلوم کړي.

تړلي موضوعات