غزه کې د اوربند خبرې اترې به د مصر او قطر د هڅو له کبله د مثبت بدلون شاهدې وي

غزه کې د اوربند خبرې اترې به د مصر او قطر د هڅو له کبله د مثبت بدلون شاهدې وي نړۍ
غزه کې د اوربند لپاره هڅې

د مصر د دولتي معلوماتو او خدماتو مشر ضیاء رشوان ويلي، حماس اوس د وخت ارزښت پېژني غزه کې به يې د اوربند لپاره د اشغالگرو اسرائیلو وړانديز ته ځواب ډېر چټک وي. 

ضیاء رشوان له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، د مصر او قطر د هڅو له کبله به غزه کې د اوربند خبرې اترې د مثبت بدلون شاهدې وي. 

نوموړي داسې مهال دغه څرګندونې کړې دي، چې د حماس مرکچي پلاوى د غزې دايمي اوربند، له دغې تړانګې په بشپړ او تل لپاره د اشغالگر پوځيانو وتلو او بنديان تبادلې لپاره قاهرې ته تللى. 

خو تر دې وړاندي د حماس جهادي غورځنګ يوه مشر ويلي و، چې د اوربند لپاره د مصر وړاندې شوې طرحې متن کې د حماس بې وسلې کولو او د تړون په لومړۍ اونۍ کې د نيمايي بنديانو خوشي کولو حيران کړي. 

حماس ويلي، د منځګړو له لوري ترلاسه شوى وړانديز به په لوړ ملي کچه وڅېړي او په نږدې وخت کې به خپل ځواب وړاندې کړي.

تړلي موضوعات