ټولګټو چارو وزارت: د سالنګونو پر لویه لار بار وړونکو موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوه

ټولګټو چارو وزارت: د سالنګونو پر لویه لار بار وړونکو موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوه افغانستان
انځور ارشیف

ټولګټو وزارت خبر ورکوي، چې د سالنګونو لویې لارې په اصلي مسیر بېرته د بار وړونکو موټرو تګ راتګ پیل شو.

دغه لار د تېرې غبرګولي میاشتې په ۲۰ مه د هر ډول لویو بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې وه.

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي، چې بار وړونکي وسایط کولای شي د یادې لارې له چمتو شوي بدیل مسیر څخه له دواړو خواوو په نورمال ډول په ۲۴ ساعته تګ راتګ وکړي.

د یادونې وړ ده، چې ټولګټو وزارت د دوشي – بامیان، ښکاري درې سړک د ترمیم چارې پیل کړي او هڅه کوي د وسایطو د تګ راتګ لپاره یې ژر تر ژره چمتو کړي.

تړلي موضوعات