حماس د منځګړو له لوري د اوربند وړاندیز شوې طرحه منلې

حماس د منځګړو له لوري د اوربند وړاندیز شوې طرحه منلې نړۍ
غزه کې د حماس مشر خلیل الحیاء

الجزیرې ټلوېزیون غزه کې د حماس مشر خلیل الحیاء له قوله خبر ورکړی، چې چمتو دي غزه کې د اوربند او جګړې پای لپاره سمدستي هر اړخیزې خبرې پیل کړي.

خلیل الحیاء ویلي، غزه کې د اوربند خبرې اترې به په دې شرط پیلوي، چې د جګړې بشپړ بندېدو او د ټولو بندیانو خوشي کول په کې شامل وي.

نوموړي زیاته کړې، که هم دوی د منځګړو له وړاندیز سره هوکړه کړې، خو باوری دی چې نتنیاهو به د خپل سیاسي راتلونکي ساتلو لپاره د جګړې پر دوام ټینګار کوي.

ښاغلي الحیاء وړاندې ویلي، د خبرو اترو د پیل لپاره باید اشغالګر له لوري نیول شوي ټول فلسطیني بندیان، او د حماس لخوا د اشغالګرو د بندیانو یو ټاکل شوی شمېر خوشي کول شامل دي، چې په بدل کې یې اشغالګر باید په تمامه مانا جګړه ودروي او له غزې تړانګې په بشپړ ډول ووځي. 

حماس داسې مهال د منځګړو له لوري په وړاندیز شوې طرحې هوکړه کړې، چې مصر او قطر استازي غزه کې اوربند او جګړې پای لپاره له تېرو  څو ورځو راهیسې د حماس مرکچي پلاوي سره قاهره کې په خبرو بوخت دي.

تړلي موضوعات