امریکا سره همکاري او ملګرتیا بې ګټې شوه؛ ټرمپ د زرګونو افغانانو خوندیتوب لغوه کړ

امریکا سره همکاري او ملګرتیا بې ګټې شوه؛ ټرمپ د زرګونو افغانانو خوندیتوب لغوه کړ نړۍ
امریکا د زرګونه افغانانو د موقتي خوندیتوب لغوه کېدو خبر ورکړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه هېواد کې د هغو زرګونو افغانانو موقتي خوندیتوب لغوه کړی چې دوی سره د امریکايي اشغال په وخت کې افغانستان کې همکار او ملګري وو.

ډونالډ ټرمپ خپلو دغو زړو همکارانو ته یوه اونۍ وخت ورکړی، چې دا هېواد پرېږدي.

رویټرز ویلي، ټرمپ له ۲۰۲۱ کال را وروسته امریکا ته له تللو افغانانو غوښتي، چې د موقت اقامت وخت یې پای ته رسېدلی او تر راتلونکو اوو ورځو دې یاد هېواد پرېږدي.

د رویټرز خبر له مخې، امریکا ته له ۲۰۲۱ کال راپدېخوا نږدې ۱۷ زره افغانان تللي او هلته یې موقت اقامت اخیستی.

بلخوا د کډوالو ملاتړي سازمانونو د امریکا دغه پرېکړه ظالمانه او د دغه هېواد له لوري یې خپلو متحدینو ته د ورکړې ژمنې خلاف بللې.

د یادونې وړ ده، چې د امریکايي ولسمشر ټرمپ واک ته له رسېدو سره سم د زرګونه افغانانو د پناه غوښتنې پروسه وځڼدېدله او د دغې پروسې څارونکو ادارو تړل کېدو امر یې وکړ او همداراز ټرمپ ژمنه وکړه، چې له هېواده به غیري قانوني کډوال وباسي.

تړلي موضوعات