د امریکا CIA سازمان مرستیال زوی اوکرایین کې څنګه او کوم لوري په ملاتړ ووژل شو؟

د امریکا CIA سازمان مرستیال زوی اوکرایین کې څنګه او کوم لوري په ملاتړ ووژل شو؟ نړۍ
د اوکرایین جګړه د امریکا مرکزي اطلاعاتو سازمان مرستیال زوی وژل شوی

ګارډېن ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د امریکا د مرکزي استخباراتو سازمان CIA مرستیال جولیان ګالینا زوی ۲۱کلن الکساندر ګلاس د ۲۰۲۴کال د اپرېل په ۲۴مه نېټه د اوکرایین ختیځ کې په نښته کې وژل شوی.
دغې ورځپاڼې د Istories څېړنیزې وېبپاڼې له قوله لیکلي چې ګلاس په داسې حال کې د اوکرایین په ختیځ کې وژل شوی چې د روسیې پوځ کې په قرار دادي ډول جنګېده.
‏Istories وېبپاڼې د روسیې پوځ د ګمارنې مرکز څخه په افشا شویو معلوماتو په اساس راپور ورکړی، چې ګلاس د هغو ۱۵۰۰ بهرنیو وګړو له ډلې دی، چې د ۲۰۲۲ کال فبروري کې یې د روسیې پوځ سره د همکارۍ تړون لاسلیک کړی دی.
باخبره سرچینو یاد وېب سایټ ته ویلي، چې د سي ای اې مرستیال زوی د ۲۰۲۳ کال ډسمبر برید ګرو ټولیو ته لېږل شوی دغه ټولۍ معمولا په سختو جګړو کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې شتون لري.
د نوموړي نږدې دوستانو هم یادې وېبپاڼې ته ویلي، چې ګلاس تر ډېره د فلسطین په اړه ویډیوګانې کتلې او د بشري حقونو په نوم د امریکا له دوه ګوني چلند زیات ناخوښ و.
د دوی په خبره، ګلاس به تل د امریکا پر وړاندې د جګړې په لټه کې و چې بلاخره یې پرېکړه وکړه، چې روسیې او اوکرایین جګړه کې برخه واخلي او د همدې لپاره روسیې ته ولاړ.
د یادونې وړ ده، چې د روسیې او اوکرایین د جګړې له پیل را وروسته دا لومړی ځل دی چې د امریکا د استخباراتو یوه لوړ پوړي چارواکي زوی د روسیې په طرفدارۍ جګړه کې وژل کیږي.

تړلي موضوعات