امریکا کې بریدونه؛ یو تن وژل شوی او ۱۷ نور ټپیان دي

امریکا کې بریدونه؛ یو تن وژل شوی او ۱۷ نور ټپیان دي نړۍ
انځور ارشیف

د امریکا جنوبي کارولینا ایالت په مشهور سیاحتي ښارګوټي میرټل بیچ کې په یوه وسلوال برید کې ۱۱ کسان ټپیان شوي دي.

اې بي سي نیوز د پولیس چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې بریدګر هم د پولیسو په ډزو کې وژل شوی دی.

پولیسو تر اوسه د بریدګر د هویت او د دې برید انګېزې په اړه څه نه دي ویلي.

بلخوا بیا اېن بي سي نیوز شمالي کارولینا ایالت کې هم د وسله وال برید خبر ورکړی دی.

اېن بي سي نیوز ویلي، د شمالي کارولینا په یوه کوچني کالج کې په ډزو کې یو تن وژل شوی او ۶ نور ټپیان دي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې امریکا کې وسله وال بریدونه د پام وړ زیات شوي، چې دا چاره یاد هېواد کې د بې ثباتۍ او امنیت ګډوډۍ لوړه کچه په ګوته کوي.

تړلي موضوعات