د اسرائیلو داخلي استخباراتو سازمان رئیس استعفا ورکړه

د اسرائیلو داخلي استخباراتو سازمان رئیس استعفا ورکړه نړۍ
د اسرائیلو داخلي استخباراتو سازمان رئیس استعفا اعلان کړې

د صهیونیستي رژیم داخلي استخباراتو سازمان «شاباک» رئیس رونن بار د اشغالګر رژیم لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره تر سختو جنجالونو وروسته خپله استعفا وړاندې کړې.

نوموړي ویلي، تر دوو میاشتو په کم وخت کې به رسماً له خپلې دندې ګوښه شي.

ګارډېن ورځپاڼې راپور ورکړی، چې بار تېره میاشت د نتنیاهو له لوري ګوښه شوی و، خو د اسرائیلو سترې محکمې له دغې پرېکړې سره مخالفت وکړ. 

د نتنیاهو حکومت مخالفو ګوندونو د بار استعفا د اشغالګر رژیم رهبري کې د بحران یو بله نښه بللې ده.

د یادونې ده، د ۲۰۲۳ کال اکتوبر پر اوومې د حماس جهادي غورځنګ له لوري د پراخو بریدونو وروسته د نتنیاهو حکومت تر سختو نیوکو لاندې راغی او د یاد برید پر وړاندې یې د اسرائیلو امنیتي بنسټونه په ناتوانۍ او شرمناکې ماتې تورن کړل.

تړلي موضوعات