تخار کې ۲۱ نوي مخابراتي سایټونه فعالېږي
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په پام کې لري، چې د تخار ولایت خلکو د مخابراتي ستونزو حل په موخه ۲۱ نوي مخابراتي سایټونه فعال کړي.
د تخار ولایت رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د تخار والي مولوي سمیع الله حزب الله سره ناسته کې دغه موضوع مطرح کړې.
د یاد دفتر په خبرپانه کې راغلي، دغه سایټونه به د یاد ولایت ولسوالیو کې فعال شي چې ورسره به د تخار خلکو مخابراتي ستونزې هوارې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د مخابراتو وزیر په بغلان ولایت کې هم د ۱۴ مخابراتي سایټونو له فعالېدو خبر ورکړی و.