صنعت او سوداګرۍ وزارت: د افغانستان بهرنۍ سوداګري له کوم خنډ پرته دوام لري

صنعت او سوداګرۍ وزارت: د افغانستان بهرنۍ سوداګري له کوم خنډ پرته دوام لري افغانستان
انځور ارشیف

په سیمه کې له وروستیو کړکېچونو سره سم د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې له افغانستان سره د هېوادونو سوداګریزه راکړه ورکړه په منظم ډول او له خنډ پرته دوام لري.

یاد وزارت د هېواد د ګمرکونو او ولایتي مسؤلینو د معلوماتو په بنسټ ویلي، چې له افغانستان سره د سیمې او ګاونډیو هېوادونو تجارتي اړیکې نورمالې او په کور دننه بازارونو ته د توکو د وارداتو، ترانزېټ په عادي ډول روان دی.

د یاد وزارت د خپرې شوې اعلامیې له مخې، اسلامي امارت د مرکزي اسیا له هېوادونو څخه د وارداتي توکو او بدیلو لارو په برخه کې اړین اقدامات کړي.

یاد وزارت ویلي، په بازارونو کې یې د هغو کسانو په وړاندې، چې احتکار کوي جدي اقدامات کړي او له خلکو یې غوښتي چې اندېښنه ونه کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت داسې مهال دا خبر ورکړی، چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې د ایران او اسرائیلو ترمنځ جګړه روانه ده او  له امله یې د خلکو ترمنځ د سوداګریزو توکو د نرخونو د لوړېدو په اړه اندېښنې رامنځته شوې.

تړلي موضوعات