سمنګانو کې ۲۶ مخابراتي سایټونه جوړېږي
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې سمنګان ولایت ته تللی او هلته یې په دغه ولایت کې د هغو سیمو لپاره چې تر دې وړاندې له مخابراتي خدمتونو بې برخې وې، د ۲۶ مخابراتي سایټونو د جوړېدو خبر ورکړی.
د مخابراتو وزیر یاد ولایت ته د سفر په مهال د مخابراتي شبکو مسؤلینو ته د هدایت له مخې ویلي، چې یاد سایټونه باید له درېیو میاشتو په کمه موده کې نصب او فعال شي.
یاد وزارت وايي، د یادو سایټونو له جوړېدو سره به د سمنګان ولایت لرو پرتو سیمو سربیره د سمنګان پلخمري او سمنګان حیرتان مسیرونه هم له مخابراتي خدمتونو سره وصل شي.
د یادونې وړ ده، چې یاد وزارت په ټول هېواد کې د مکالماتي او انټرنېټي چوپړ په موخه هڅې ګړندۍ کړې دي.