افغانستان نږدې وخت کې د ۱۲ هېوادونو ورزشکارانو کوربه دی

افغانستان نږدې وخت کې د ۱۲ هېوادونو ورزشکارانو کوربه دی سپورت
د هېواد د المپیک ملي کمېټه

د هېواد د ورزش اداره وایي، نږدې راتلونکي کې به افغانستان د کورش نړېوالو سیالیو کوربه وي، چې د ۱۲ هېوادونو ورزشکاران به په کې برخه ولري.

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او المپیک ملي کمېټې رئیس مولوي احمدالله وثیق کابل کې د ورزشکارانو د ستاینې مراسمو کې ویلي، دا د افغانستان د ورزش تاریخ کې لومړی ځل دی چې هېواد مو د ۱۲ بېلابېلو هېوادونو د ورزشکارانو کوربتوب کوي.

تر دې وړاندې د کورش فدراسیون رئیس محمود ضیا دشتي د حریت راډیو ورزش خپرونې سره خبرو کې ویلي و، چې دغه سیالۍ به هرات ولایت کې ترسره شي.

تړلي موضوعات