پر تهران د اسرائیلو برید پیل شو؛ ایران وايي: هوايي دفاعي سیسټمونه فعال دي

پر تهران د اسرائیلو برید پیل شو؛ ایران وايي: هوايي دفاعي سیسټمونه فعال دي نړۍ

د اسرائیلي اشغالګر پوځ ویاند خبر ورکړی، چې دمګړۍ پر ایران د اسرائیلو برید پیل شوی.
ایراني رسنیو د دې بریدونو په تائید ویلي، چې له اسرائیلو بریدونو سره هممهاله د ایران د هوايي دفاع سيسټمونه فعال شوي.

پر ایراني ښارونو دا تازه بریدونه اسرائیلو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو پر مټ ترسره کړي او لا دوام لري.

ایراني رسنۍ وايي، چې د ایران په تهران، تبريز، شاهراود، بندر عباس، اصفهان او خرم آباد ښارونو کې هوايي دفاع سيسټمونه د اسرائيلو توغنديو مخنیوی کوي.

بلخوا د اسرائیلو پوځ ویاند د دې بریدونو په اړه زیاته کړې ده،  چې زموږ د ایران د اټومي پروګرام اړوند موټرې او نور وسائل په نښه کوو او زموږ وروستی هدف د دې پروګرام په بشپړ ډول له منځه وړل دي.

تړلي موضوعات