د ایران هوايي ځواک د اسرائیلو اېف ۳۵ جنګي جټ الوتکه نسکوره کړه

د ایران هوايي ځواک د اسرائیلو اېف ۳۵ جنګي جټ الوتکه نسکوره کړه نړۍ

د ایران تسنیم خبري اژانس څو دقیقې وړاندې خبر ورکړی، چې د ایران هوايي ځواک د اسرائیلو اېف ۳۵ جنګي جټ الوتکه نسکوره کړې ده.

د تسنیم عربي څانګې ویلي، چې دا الوتکه د ایران شمال لویدیځ لوري ته په تبریز ښار کې ویشتل شوې ده.

اېف ۳۵ جنګي جټ د امریکا لخوا تولیدېږي، چې شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالر قیمت لري او پر خپلو متحدینو او ملګرو هېوادونو یې امریکا پلوري یا د پوځي مرستې په نوم ورکوي.

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم ایران د اسرائيلو د دوو اېف ۳۵ الوتکو د نسکورولو او یوې پيلوټې د ژوندۍ نيولو خبر ورکړی و.

تړلي موضوعات