اسرائیلي ځواکونو له غزې تړانګې وتل پیل کړل

اسرائیلي ځواکونو له غزې تړانګې وتل پیل کړل نړۍ
له غزې د اشغالګر ځواکونو وتل پیل شول

الجزیرې ټلویزیون اسرائیلو کې د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د اسرائیلو پوځ اړوند د ۹۸ فرقې ځواکونو له غزې تړانګې وتل پیل کړل.

 سرچینې دغه خبر ساعت وړاندې خپور کړی دی خو بشپړ جزیات یې نه دي ورکړي.

 دغه ځواکونه له غزې داسې مهال شاتګ کوي چې اسرائیل له ایران سره سخته جګړه کې ښکېل دي.

 د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له همدې خبر سره لیکلي، دغې فرقې غزې تړانګه کې د پراخو عملیاتو ترسره کولو برخه کې مهم رول درلود او ځواکونو یې پراخې ویجاړۍ کړې دي.

 دا په داسې حال کې ده، چې له څو اونیو راپدېخوا اسرائیلي ځواکونو غزې تړانګه کې د حماس جهادي غورځنګ د بشپړ له منځه وړلو په موخه یو ځل بیا ځمکني عملیات پیل کړي، چې له امله یې زرګونه عامو فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.  

تړلي موضوعات