اسرائیلو کې د امریکا سفیر: پټنځای ته تر دوو اونیو تېښتي وروسته مې تېره شپه ارام وکړ

اسرائیلو کې د امریکا سفیر: پټنځای ته تر دوو اونیو تېښتي وروسته مې تېره شپه ارام وکړ نړۍ
اشغالي فلسطین کې د امریکا سفیر مایک هاکبي

اشغالي فلسطین کې د امریکا سفیر مایک هاکبي ویلي، تر دوو اونیو منډو ترړو او پټنځای ته تر تېښتو وروسته بلاخره تېره شپه ارام ویده شوی.

هاکبي ویلي، دغه شپه ورته فوق العاده وه.

نوموړي پر اسرائیلو د ایران ځوابي بریدونو له پیل سره هم ویلي، چې د شپې پنځه ځلې د وېري له کبله پټنځای ته تښتي.

 ایران او اسرئیلو تر ۱۲ ورځې سختي جګړې وروسته تېره ورځ د امریکا ولسمشر ټرمپ په منځګړیتوب اوربند وکړ.

ها‌خوا د اسرائیلو ۱۳ شبکې ویلي، ایران سره د اوربند پر سر د نتنیاهو کابینه کې اختلافونه راپورته شوي. 

یادې شبکې ویلي، د کابینې یو شمېر غړي ایران سره د اوربند مخالف دي او په دې موضوع د کابینې ناسته کې تند بحثونه شوي.

تړلي موضوعات