۱۲ ورځو کې ۷۰۰تنه موساد ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي

 ۱۲ ورځو کې ۷۰۰تنه موساد ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي سیمه
اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي کسان

د ایران فارس خبري اژانس د سپاه پاسدران اړوند ځواکونو له قوله راپور کې ویلي، د ایران او اسرائیلو ۱۲ ورځنۍ جګړه کې ۷۰۰ تنه اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور نیولي.

ایراني چارواکو ویلي، دغه کسان یې د ایران په بېلابېلو ولایتونو کې نیولي، چې موساد ته یې د جاسوسۍ هڅې کولې.

ایراني چارواکو زیاته کړې، نیول شوي کسان تر پلټنو لاندې دي او ښایي د نورو کسانو د نیول احتمال هم موجود وي.

د ایران او اسرائیلو ترمنځ جګړې ۱۲ ورځې دوام وکړي، چې تېره ورځ دواړو لوریو د امریکا ولسمشر په منځګړیتوب اوربند وکړ.

تړلي موضوعات