د حماس کمین کې د وژل شویو اشغالګر پوځیانو شمېر ۷تنو ته پورته شو

د حماس کمین کې د وژل شویو اشغالګر پوځیانو شمېر ۷تنو ته پورته شو نړۍ
د حماس مجاهدینو کمین کې وژل شوي اشغالګر پوځیان

د صهیونیسټي رژیم پوځ خبر ورکړی، د غزې سویل کې د حماس مجاهدینو کمېن او جګړې په پایله کې یې د یوه قومندان په ګډون ۷تنه پوځیان وژل شوي.

د راپورونو له مخې یاد کمین کې ۱۵نور پوځیان سخت ټپیان شوي، چې د ډېریو وضعیت نازک ښودل شوی.

دغه نښته وروسته له هغې رامنځته شوه، چې اشغالګر پوځ د خان یونس ښار د سړک غاړي ماین هدف ورګرځېدل، چې په پایله کې یې د هغوی نظامي موټر اور واخېست.

د اسرائیلو ټایمز ورځپاڼې د یادو پوځیانو د هویت په خپرولو سره ویلي، ټول وژل شوي په اور کې سوځېدلي.

رویټرز اژانس هم د اسرائیلو پوځ له قوله ویلي، غزه کې په یوبله پېښه یې یو پوځي سخت ټپي شوی.

د یادونې ده، چې د اشغالګر پوځ پر وړاندې د حماس مجاهدینو بریدونه دوام لري او هغوی ته درانه تلفات ور اړولي دي.

تړلي موضوعات