هېواد کې پر بیا نوې کېدونکې انرژۍ د پانګونې کنفرانس ترسره شو
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په مرسته پر بیا نوې کېدونکې انرژۍ د پانګونې لپاره د سوداګرو هڅولو په موخه ځانګړی کنفرانس ترسره کړ.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، دا مهال افغانستان کې ۶ زره کارخوني فعالیت لري، چې د فعالیت لپاره ۲زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري.
ښاغلي عزیزي ژمنه کړې، چې یاده برخه کې د پانګونې په صورت کې حکومت د کارخونو د اړتیا وړ برېښنا برابرولو لپاره تولیدي شوې انرژي پېرودلو ته چمتووالی لري.
نوموړي زیاته کړې، یاد وزارت په پام کې لري، د هېواد د صادراتو کچه ۳ میلیارد ډالرو او د ناخالص تولیداتو سطحه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي.