د ایران ولسمشر او قطر امیر ټلیفوني خبرې؛ پرونی برید یوازې د امریکا پر ضد یو غبرګون و
ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آلثاني سره ټلیفوني خبرو کې د تېرې ورځې د برید په اړه غږېدلي دي.
د ایران فارس خبري اژانس د دې ټلیفوني خبرو جزیات خپاره کړي دي. دې خبرو کې د ایران ولسمشر د قطر امیر ته ویلي، د ایران ولس د خپلو حقونو دفاع کوي او « هیله لرم چې تاسې دا ومنئ چې زموږ پرونۍ حمله یوازې د امریکا پر ضد یو غبرګون و.»
فارس زیاته کړې، چې یادو ټلیفوني خبرو کې د قطر امیر ایران ته ډاډ ورکړی، چې قطر به هیڅکله اجازه ور نه کړي چې دې هېواد کې د امریکا له پوځي اډې څخه د ایران د دوست او ورور هېواد پر ضد اقدام وشي.
بلخوا نن ورځ ناوخته د ایران ولسمشر د عمان له سلطان هیثم بن طارق آل سعید سره هم ټلیفوني خبرې کړې دي.
دې خبرو کې پزشکیان ویلي، چې ایران هیڅکله د خپلو ګاونډیو او اسلامي هېوادونو سره د تقابل نیت نه لري؛ خو موږ اړ شوو چې امریکایانو ته ځواب ورکړو.
یاده دې وي، چې ایران تېره شپه د امریکا وروستیو بریدونو غبرګون کې قطر کې د امریکا لویه نظامي اډه د توغندیو پر مټ په نښه کړه.