یو عرب پانګوال کابل کې په نړېوال معیار ښارګوټی جوړوي

یو عرب پانګوال کابل کې په  نړېوال معیار ښارګوټی جوړوي بیارغونه او پراختیا

د کور او ښار جوړولو وزارت خبر ورکړی، چې يو عرب شرکت غواړي کابل کې پر يو میلیون متره مربع ځمکه باندي عصري ښارګوټی جوړ کړي.

یاد وزارت ويلي، د نوي کابل ښار د بیارغونې او پراختیا په موخه د تمکین په نوم د یو عربي پانګوال شرکت مشر صالح الدریبي لېوالتیا لري تر څو د نوي کابل ښار په بنسټیزو او سطحي جوړښتونو کې پانګونه وکړي.

وزارت زياته کړې، ياد شرکت وړانديز کړی ترڅو نږدې یو میلیون متره مربع ځمکې پر سر یو عصري ښارګوټی جوړ کړي چې د نړېوالو معیارونو سره سم وي.

وزارت د تمکین شرکت مشر له قوله ويلي، چې د پروژې ټولې چارې به يو کال په بر کې ونيسي.

د یادونې وړ ده، چې د نوي کابل ښار پروژه د هېواد له مهمو ملي او پراختیایي پروژو څخه شمېرل کېږي، چې تطبیق به ‌یې د ښار جوړولو، اقتصادي پراختیا او د ژوندانه د معیاري شرایطو برابرولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

تړلي موضوعات