ترکیه کې د ا.ا.ا لوی سفیر په رسمي ډول خپل ماموریت پیل کړ

ترکیه کې د ا.ا.ا لوی سفیر په رسمي ډول خپل ماموریت پیل کړ سیاست

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې شيخ صنيع‌الله فرهمند د اسلامي امارت لوی سفیر او فوق العاده استازي په توګه د ترکیې پلازمېنې انقره کې خپل ماموریت په رسمي ډول پیل کړ.

د یاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئیس حافظ ضیاء احمد تکل وايي، ښاغلی فرهمند د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له لوري نن انقره کې د افغانستان سفارت کې خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شو.

ښاغلی تکل زیاتوي، چې د سفير د معرفي په ناسته کې د رسمي پلاوي ترڅنګ انقره کې د افغان ټولنې ځينو مشرانو او علماوو هم ګډون کړی وو.

په دې اړه مراسمو کې مولوي امیرخان متقي ویلي، چې د افغانستان او ترکيې ترمنځ د سفير کچې ته د اړيکو لوړېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښې همکارۍ او مثبتو اړيکو نښه ده.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او ترکیې دوه اړخیزې اړیکې ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې دي او د دواړو هېوادونو استازي د اړیکو د کچې لا لوړېدو لیوالتیا لري.

تړلي موضوعات