نن ورځ له ایران څخه له ۳۰ زره زیات افغان کډوال هرات ته راغلي

نن ورځ له ایران څخه له ۳۰ زره زیات افغان کډوال هرات ته راغلي افغانستان

د هرات ولایت ځايي مسؤلینو تازه خبر ورکړی، چې نن ورځ تر دمګړۍ له ۳۰ زره زیات افغان کډوال له ایران څخه هرات ته راستانه شوي دي.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي احمدالله متقي په دې اړه وايي، چې هرات کې د کډوالو راستنېدو لړۍ دا شېبه هم روانه ده او تر سهاره به دوام مومي، لسګونه غټ موټر پر لار دي.

د نوموړي په خبره، چې د اسلامي امارت د مهاجرينو کمېټې غړي د ټولو راستنو شویو هېوادوالو په خدمت بوخت دي او ټولو ته د خوراک څښاک تدابير شته او د راتلونکو مهاجرينو لپاره هم ترتیبات نیول شوي.

د یادونې وړ ده، چې د ایران ـ اسرائیلو څو ورځنۍ جګړې وروسته ایران کې د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ چټکه شوې.

تړلي موضوعات