د لبنان ولسمشر: اسرائیلو سره د اړیکو عادي کول مو بهرني سیاست کې ځای نه لري
د لبنان ولسمشر جوزف عون ویلي، هېواد یې په اوسني وخت کې له اسرائیلو سره د اړیکو عادي کولو پلان نه لري.
اسوشتېد پریس خبري اژانس وايي، نوموړي دغه څرګندونې پرون جمعه په داسې حال کې وکړې چې د امریکا اوسني حکومت اداره هڅه کوي اسرائیلو سره د عربي هېوادونو اړیکې عادي کړي.
اژانس وايي، واشنګټن هڅه کوي د ابراهیم تړون له مخې د اسرائیلو امنیت خوندي کړي او د سیمې نور هېوادونه هم د دغه تړون لاسلیک ته وهڅوي.
عون زیاته کړې، اسرائیلو سره د اړیکو عادي کېدل د لبنان اوسني بهرني سیاست کې ځای نه لري.
د امریکا په ملاتړ د اسرائیلو له لوري پر ګڼو هېوادونو د بریدونو کولو وروسته شنونکي په دې باور دي، چې اسرائیل د سیمې امنیت لپاره یوه سرطاني غده ده، چې باید له منځه یوړل شي.