المان د افغان مجرمینو د انتقال په اړه اسلامي امارت سره مستقیمې خبرې کوي
د المان کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینټ ویلي، هېواد یې چمتو دی د هغو افغانانو د انتقال په اړه چې المان کې یې جرمونه کړي په مستقیم ډول اسلامي امارت سره خبرې وکړي.
دوبرینټ Welt TV خبري شبکې ته ویلي، اسلامي امارت کولی شي د خدماتو وړاندې کولو لپاره برلین کې استازی ولري او دغه استازی له رسمي ډيپلوماټیک وضعیت پرته هم کولی شي هلته فعالیت وکړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان ته د افغان مجرمینو انتقال د المان په ګټه دی او حاضر دي اسلامي امارت چارواکو سره د یادې پروسې د اسانتیا په اړه هوکړه وکړي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې المان ۲۸تنه افغانان چې هلته یې جرمونو لاس پورې کړی کابل ته انتقال کړي.