هرات کې ۳۰۰ تنه روږدي له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي

هرات کې ۳۰۰ تنه روږدي له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي افغانستان

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت خبر ورکړی، چې هرات ولایت کې ۳۰۰ تنه روږدي له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

یاد معینیت ویلي، چې دا روږدي د هرات له بېلابېلو سیمو راټول شوي وو، چې درې مياشتنۍ درملنې وروسته د ټاکل شوې کمېټې لخوا رخصت او خپلو کورنیو ته په سالمه توګه وسپارل شول.

سرچینه زیاتوي، چې په رخصت شويو روږدو کسانو کې د کندهار، مزارشریف، فراه، غور، کابل، نیمروز، غزني او فاریاب ولايتونو روږدي هم شامل وو.

د یادونې وړ ده، چې اسلامي امارت بیا حاکمیت را وروسته په لسګونو زره روږدي د هېواد له بېلابېلو ښارونو راټول شوي او د هغو منظمه او سالمه درملنه شوې ده او دا لړۍ لا روانه ده.

تړلي موضوعات