د اسلامي امارت زعیم د هرات د علماوو شورا مسؤلینو سره کتلي

د اسلامي امارت زعیم د هرات د علماوو شورا مسؤلینو سره کتلي افغانستان

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت خبر ورکړی، چې د اسلامي امارت مشرتابه نن له غرمې مخکې په کندهار کې د هرات ولایت د علماوو شورا او د یاد ولایت د شینډنډ ولسوالۍ د علماوو شورا له مسؤلینو سره، چې د جنوب غرب حوزې د تمیز رئیس، د دارالافتاء عمومي رئیس، د دیني خپرونو د کره کتنې اداري رئیس او د کندهار ولایت د یوشمېر ریاستونو رئيسان هم موجود وو، وکتل.

په دې کتنه کې د اسلامي امارت زعیم ویلي، چې د اخرې زمانې په فتنو کې دین او د اسلام احیا او د شریعت حاکمول ډیره لویه خبره ده؛ اوس علماء کرام مکلف دي چې د حکومت او سیاست له لارو به دین، اسلام او شریعت راپورته کوي او نافذوي به یې.

د اسلامي امارت مشرتابه همداراز ویلي، څلور کاله کیږي چې په افغانستان کې اسلامي امارت حاکم دی او په ټولو برخو کې هیڅ قسم اختلاف، ډلبازي، جنګونه او موانع نشته، نو پکار دی چې علماء د همدې موقع څخه استفاده وکړي او د شریعت په حاکمولو کې پوره کوښښ وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت زعیم وخت نا وخت د بېلابېلو ولایتونو له مسؤلینو او علماوو سره کتنې لري او هغوی ته د شریعت د بشپړ تطبیق او چارو اغېزمنوالي لارښوونې کوي.

تړلي موضوعات