بلخ کې د دري ژبې نوموتی شاعر او لیکوال صالح محمد خليق ومړ
د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلينو خبر ورکړی، چې دغه ولایت کې د دري ژبې نامتو شاعر او لیکوال صالح محمد خليق د ۷۰ کلنو په عمر ومړ.
یادو مسؤلینو زیاته کړې، چې نوموړی نن غرمه مهال مزارشريف ښار کې لومړی په یوه ټرافیکي پېښه کې ژوبل او وروسته یې په یوه خصوصي روغتون کې د زړه د حملې له کبله ژوند له لاسه ورکړ.
د بلخ اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښاغلي خليق پر مړینې خواشینې څرګنده کړې او د نوموړي له کورنۍ سره پر غم شریکۍ سربېره يې د هغه مړینه د دري ادبیاتو لپاره لویه ضایع بللې ده.
یاده دې وي، صالح محمد خليق چې د بلخ ولایت اوسېدونکی و، شاوخوا ٣٠ لیکلي او ژباړل شوي کتابونه لري او د تېرې ادارې پر مهال یې ١٦ کاله د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور د رئیس په توګه دنده پر مخ وړې ده.