له فتحې وروسته د اسلامي امارت لپاره لویې ننګونې څه وې؟

له فتحې وروسته د اسلامي امارت لپاره لویې ننګونې څه وې؟ داشغال دوه لسیزې
د ملي دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد

د افغانستان دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد له ملي ټلوېزیون سره په مناظره کې وايي، د فتحې په لومړیو کې ورته تر ټولو سخت ماموریت د هېواد کنټرول او د خلکو د حقونو ساتنه وه.

ښاغلي وزیر د کابل فتحې ته په اشارې وویل، له جګړې پرته د کابل نیول ورته حیرانوونکې وه.

د ملي دفاع وزیر د توصیې او غوښتنې په دود وویل، له داسې اعمالو دې ډډه وشي چې د خلکو د خفګان سبب کیږي.

ښاغلي مجاهد د فتحې د ساتلو لپار په هر ډګر کې د تبعیض ختمول مهم یاد کړل او زیاته یې کړه، د یو بل ملاتړ اړین دی او د شخصي ګټو لپاره باید د خلکو حقونه تر پښو لاندې نه شي.

نوموړي د بهرنیو کړیو له لوري د اوسني نظام پر ضد تبلیغاتو ته په اشارې وویل، باید خپل یووالی وساتو.

هغه په عین حال کې وسله وال پوځ د هر بیروني یرغل په وړاندې چمتو یاد کړ او زیاته یې کړه، داسې اردو لرو چې په بشړه توګه د هېواد ساتنه کولی شي.

تړلي موضوعات