ټرمپ له افغانستانه د امريکايي عسکرو په ناکامو وتلو کې د ښکېلو چارواکو د ګوښه کولو ګواښ کړی
د امريکا پخواني ولسمشر او اوسنيو ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی، چې ټاکنو کې د بريا په صورت کې به ټول هغه چارواکي ګوښه کړي کوم چې افغانستان نه د امريکايي عسکرو په ناکامو وتلو کې ښکېل دي.
نوموړي په شمالي کارولينا ايالت کې يوې لويې غونډې ته د خبرو پر مهال څرګنده کړه چې: «زه به د ټولو هغو چارواکو د ګوښه کولو غوښتنه وکړم چې افغانستان کې د رسوايۍ لامل شو، زه غواړم چې دوی بې له ځنډه ګوښه شي».
د فبرورۍ په دوه ويشتمه اوسني امريکايي ولسمشر جو بايډن وويل: «زه د پوځ هغه راپور نه منم په کوم کې چې زما په اداره تور پورې شوی چې افغانستان نه د امريکايي پوځيانو راويستلو او واک ته د طالبانو د رسېدو د مخنيوي لپاره يې پوره چمتووالی نه درلود».
د پوځ په راپور کې د پوځي چارواکو د نظرونو اړوند نوموړي وويل: «زه يې ردوم». هغه زياته کړه: «د وتو هيڅ ښه وخت نه و، خو که موږ نه وی راوتي نو موږ باید دې دوزخ -چې دوی يې هم مني- ته نور سرتېري هم ورلېږلي وی».
د بايډن په وينا په دې صورت کې بايد زما ادارې هلته لوی شمېر نور سرتېري استولي وی او دې ناکامې جګړې ته ورګرځېدلي وی، ځکه خو دغه پرېکړه (وتل) تر ټولو هوښياره پرېکړه وه چې بايد شوې وی.
د آر ټي له راپور سره سم په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې خپاره شوي يوه تحقيق وښوده چې د سفارت د کارمندانو او د هغوی د افغان ملګرو د راويستلو لپاره د امريکايي پوځي مشرانو پلانونه په سپينه ماڼۍ او بهرنيو چارو وزارت کې له خنډونو سره مخ شو. دغه تحقيق معلوماتو ته د لاسرسي د قانون له مخې خپور شوی و.
د يادونې وړ ده چې درې کاله وړاندې د اګست په ۱۵مه د اسلامي امارت مجاهد ځواکونه کابل ښار ته ننوتل، د همدې مياشتې په ۳۱مه نېټه پاتې امريکايي اشغالګر هم د شپې په تياره کې د کابل له هوايي ميدانه ووتل او په دې سره افغانستان کې د امريکا شل کلن اشغال پای ته ورسېد.
د همدې کال د سپتمبر په لومړيو کې د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې خپل نوی حکومت اعلان کړ.