که جګړه دوام وکړي، اسرائیل به په یو کال کې سقوط وکړي
متقاعد اسرائیلي جنرال اسحاق بریک په یوه مقاله کې چې په هارتز اسرائيلي ورځپاڼه کې خپره شوې، خبرداری ورکړی چې که د حماس او د لبنان د حزب الله غورځنګ پر ضد جګړه دوام وکړي، اسرائیل به په یو کال کې سقوط وکړي.
بريک، چې په اسرائیلو کې د "غضب استازی" په نوم شهرت لري؛ ځکه چې هغه د الاقصی عملياتو ته ورته د غزې تړانګې ته څېرمه د اشغالګرو اسرائيلو په پنډغالو باندې د زرګونو فلسطیني وسله والو لخوا د برید وړاندوینه کړې وه، زیاته کړې چې د دفاع وزیر یوف ګالانت هم داسې برېښي چې حقیقت درک کول يې پیل کړي او دا چې که مذاکراتو کې یوې موافقې ته رسېدل له ناکامۍ سره مخ شي نو له امله به يې سیمه ایزه جګړه پیل شي چې دا به اسرائیل د لوی خطر سره مخ کړي.
هغه زیاته کړه: "زه ګومان کوم چې ګالانت اوس په دې پوه شوی چې جګړې خپل هدف له لاسه ورکړی دی، موږ د غزې په دلدل او ډنډ کې ډوب یو او خپل عسکر له لاسه ورکوو او په مقابل کې مو د جګړې اصلي هدف چې د حماس راپرځول دي هم نه دی ترلاسه کړی او فرصتونه مو هم له لاسه ورکړي."
هغه په ټینګار سره وايي چې په سیاسي او پوځي سطحه ټولې لارې اسرائیل د زوال په لور بيايي.
جنرال اسحاق بریک زياتوي چې يوازې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه د افراطي ملګرو ګوښه کول ممکن اسرائیل له زوال او داسې برخليک څخه وژغوري چې په هغې کې بېرته راستنېدل نه وي.
اسرائیلي صهيونستي رژيم د امریکا، بریتانيا، فرانسې او نورو غربي هېوادونو په پراخ پوځي او سياسي ملاتړ د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې ویجاړونکې وحشي جګړه روانه کړې ده، چې له امله یې تر ۱۳۳ زره تنه شهیدان او ټپیان شوي، چې زیاتره یې ماشومان او ښځې دي او تر ۱۰۰۰۰ زیات لادرکه دي، او د غزې اوسېدونکي د پراخې ویجاړۍ او مرګونې قحطۍ سره مخ دي.