فرانسې د ټيلګرام بنسټګر نيولی؛ لامل يې په غربي سياست نيوکو ته اجازه ده

فرانسې د ټيلګرام بنسټګر نيولی؛ لامل يې په غربي سياست نيوکو ته اجازه ده نړۍ
د ټلګرام سنسټګر رپاووېل دوروف

فرانسوي رسنيو خبر ورکړی چې د دې هیواد چارواکو تېر ماښام د ټيلګرام بنسټګر روسی پاووېل دوروف پاريس ته څېرمه په يوه هوايي ډګر کې نيولی دی. په نوموړي د کوچنيانو ضد او نورو جرمونو تور پورې شوی دی.

 چارواکو څرګنده کړې ده چې ډېر لاملونه شته چې يو په کې چارواکو سره نه همکاري وه، چې له امله يې نوموړی په ګڼو تورونو تورن شوی دی.

خو د چارو يو امريکايي کارپوه او د CIAپخواني شنونکي لاري جونسون سپوټنيک سره په خبرو کې ويلي چې دا يوه پلان شوې سياسي قضيه ده او لامل يې دا دی چې ټيلګرام په غربي سياست نيوکو ته اجازه ورکړې ده.

هغه دې ته اشاره کړې چې دا اپليکېشن په منځني ختيځ کې د حماس د پلويانو له لوري کارول کېږي.

د ټويټر بنسټګر ايلن ماسک د نوموړي په بندي کېدا نيوکه کړې او په مسخره يې ويلي چې ژر ده چې اروپا کې به خلک په «لايک» ورکولو هم اعدام کېږي.

فرانسوي سرچينو ليکلي که په نوموړي دغه تورونه ثابت شي نو تر ۲۰ کلونو پورې د بند سزا ورکول کېدی شي.

تړلي موضوعات