اسلامي هېوادونه باید د اسرائیلو د پراخېدونکي ګواښ پر ضد ایتلاف جوړ کړي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې اسرائیلي ځواکونو یوه ترک نژاده امریکايي ښځه ووژله.
رویټرز خبري اژانس لیکلي، دغې ترک نژاده امریکايي ښځې د جمعې په ورځ د اسرائیلو له لوري په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د مېشت ځایونو د پراخېدو اعتراض کې برخه اخېستې وه.
د ترکیې ولسمشر استانبول ته نږدې د اسلامي ښوونځیو یوې ټولنې ته وینا کې وویل، د اسرائیلو د تکبر، غلاوو او دولتي ترهګرۍ د مخنیوي یوازېنۍ لار د اسلامي هېوادونو یووالی دی.
ښاغلي اردغان دا هم ویلي، چې د مصر او سوریې سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د دوی وروستي ګامونه د همدې پراخېدونکي ګواښ پر وړاندې د پیوستون په موخه دي، چې په وینا یې اسرائیل لبنان او سوریې ته هم ګواښ پېښولی شي.