استراليا تنکيو ځوانانو ته د ټولنيزو شبکو د کارونې لپاره نوی قانون جوړوي

استراليا تنکيو ځوانانو ته د ټولنيزو شبکو د کارونې لپاره نوی قانون جوړوي نړۍ
انځور ډیزاین حریت راډیو

د استراليا لومړي وزير انټوني البانيز څرګنده کړې ده چې دولت يې د نوي قانون په چمتو کولو اخته دی چې له ۱۴ يا ان له ۱۶ کلونو کوچني ځوانان د ټولنيزو شبکو له کارونې منعه کړي. هغه زياته کړې ده چې نوی قانون به د فېسبوک، انسټاګرام او ټيک ټاک کارولو لپاره يو ځانګړی سن وټاکي، چې د ۱۴ او ۱۶ کلونو ترمنځ به وي. نوموړي تمه ښودلې ده چې نوی قانون به په سمدستي توګه پلی شي.
 اسټراليايي لومړي وزير ويلي، چې د موبايلونو او نورو وسايلو د سکرينونو مخ ته د ناستې په ځای بهتره ده چې کوچنيان د لوبو په ميدانونو کې وليدل شي.

هغه ټولنيزې شبکې د کوچنيانو او تنکيو ځوانانو لپاره يو «افت» بللی دی او کله چې وپوښتل شو چې په يادو دوو عمرونو (۱۴ کلني او ۱۶ کلني) کې کوم يو د دې لپاره غوره دی؟ نوموړي وويل: «زه شخصا دا تاييدوم چې لږ تر لږ ۱۶ کاله دې وي».

د نوي قانون له مخې به کوچنيان او تنکي ځوانان لومړی د خپل عمر ثبوت ورکوي او وروسته به دې وېبپاڼو ته د ننوتو اجازه ورکول کېږي او يا به منعه کېږي.

له (ABC) چينل سره په خبرو کې نوموړي وويل چې «موږ غواړو دوی په حقيقي دنيا کې له حقيقي خلکو سره ژوند وکړي، ځکه موږ پوهېږو چې د ټولنيزو اړيکو شبکې ټولنې ته زيان اړوي».

استراليا په داسې حال کې د دې قانون د جوړولو خبر ورکوي چې فېسبوک، انسټاګرام، ټيک ټاک او نورو شبکو د نړۍ په لر او بر کې د تنکيو ځوانانو په منځ کې خورا شهرت موندلی، چې د پوهانو په اند ډېری دغه زلميان د دې شبکو د ناوړه اغېزو اړوند پوهاوی نه لري او بيا هم د خپل ارزښتناک عمر ډېری وختونه ورسره تېروي.

تړلي موضوعات