د حوثي ځواکونو لرې واټن ویشتونکي توغندي تل ابیب په نښه کړی

د حوثي ځواکونو لرې واټن ویشتونکي توغندي تل ابیب په نښه کړی نړۍ
پر اسرائیلو توغل شوی توغندی

د صهیونیستي اشغالګر رژيم پوځ خبر ورکړی، چې د یمن حوثي ځواکونو یو توغندي د ۲زره کیلومټره په واټن وهلو سره د اسرائیلو اوسپنې پټلۍ لار په نښه کړې. 

الجزیرې خبري شبکې د اسرائیلو پوځ چارواکو له قوله ویلي، دغه توغندی د پلازمېني تل ابیب(اشغالي فلسطین) په ختیځ کې د بن ګوریون هوایي ډګر ته څېرمه د پراخې اورلګېدنې لامل شوی دی. 

د اسرائیلي چارواکو د معلوماتو له مخې دې توغندي ۲زره کیلومټره واټن وهلی چې له ختیځ سرحد څخه اسرائیلو هوایي حریم ته دننه شوی دی. 

هغه ویډیوګانې چې په رسنیو او ټولنیزو شبکو لاس په لاس کېږي ښيې چې په دغه توغندیز برید کې د اسرائیلو رېل پټلۍ ته درانه زیانونه اوښتي دي.

تړلي موضوعات