ملګرو ملتونو سرمشریزې ته د ا.ا استازې نه بلل به واټن نور هم زیات کړي
قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وروسته له هغې دا غبرګون ښيي، چې د ملګرو ملتونو سرمشریزې غونډې ته د اسلامي امارت استازی ور ونه بلل شو.
ښاغلي شاهین خبرداری ورکړی چې دا ډول کړنې به د نړۍ او افغانستان ترمنځ واټن نور هم پراخ کړي.
سهیل شاهین په خپله اېکس پاڼه لېکلي، اسلامي امارت د افغانستان د خلکو ملاتړ له ځان لري، چې باید دې سرمشریزه کې د اسلامي امارت استازی بلل شوی وای.
نوموړي په عین حال کې د ملګرو ملتونو پر ماموریت د نېوکې په ډول ویلي، دا کړنه د هغې تګلارې خلاف ده چې یاد سازمان یې ادعا لري.